ایکنانیوز د ایران د کلتور او اسلامی ارتباطاتو د ادارې د اطلاع رسونې د برخې له قوله راپور راکړی، علی پیران سیستاني چې د ایران داسلامی جمهوریت د کلتوري خونې په بلنې سره ، دپاکستان حیدر آبادته ئې سفر کړی دی، په جامشورو کې د شهید الله بخش سومرو په آرټس پوهنتون کې په شتون سره ئې له خوشخطۍ سره د مینه اولو او محصیلینو لپاره د نستعلیق کاږه او نستعلیق خط د زده کړې ورکشاپ ترسره کړ.
دغه ورکشاپ د پوهنتون د مشر آرابلا بوټو ،د فاین آرټس د پوهنځي د مشر فضل الهي خان، او په حیدر آباد کې د ایران د کلتوري خونې د مسئول او کلتوري آتاشي رضا پارسا په شتون سره افتتاح شو.
ددغو دستورو په پیل کې استاد علی پيران د قرآن کریم تلاؤت وکړ او پر موجودو حاضرینو ئې ډيرې اغیزې وشیندلې.
په دغو پرانیستونکو دستورو کې د ایران د کلتوري خونې مسئول رضا پارسا او د شهید الله بخش سومرو او یوشمیر نورو ویناوالو خپلې ویناوې وړاندې کړې. رضا پارسا پخپلې وینا کې د دغه ورکشاپ په ترسره کولو کې د آرټس پوهنتون د ملګرتیا په قدرونې سره په حیدر آباد کې د ایران د کلتوري خونې د فعالیتونو په باب یو لړ توضیحات و ړاندې کړل او د کلتوری خونې په مرستې سره ئې په ایران کې د تعلیمي بورسیو د ترلاسه کولو لپاره د پوهنتون وړ محصیلینو ته دعوت ورکړ.
د پوهنتون مشر آرابلا بوټو هم پخپلې وینا کې په حیدر آباد کې د ایران د کلتوري خونې په قدرونې اوستاینې سره ووئیل؛ د خوشخطۍ په څير هنرونه د قرآن د مفاهیمو د منتقلولو واسطه دي او مونږ باید له دغو هنرونو څخه په استفادې سره خپل روح او ژوند د قرآنی ژورو معنو څخه خړوبه کړو.
علي پيران د ورکشاپ په پاي کې په مات یا شکسته نستعلیق خط باندې لیکل شوي د بسم الله الرحمن الرحیم د مبارک آیت په کتابت سره یو تابلو او بورډ د آرټس پوهنتون مشرت ه د یادګار په توګه ډالۍ کړ.
همداراز ټاکل شوې ده چې د په دغه پوهنتون کې د مات نستعلیق خط باندې د استاد پیران له لیکل شوي قرآن سره یو ځاي د دغه غوره استاد دخوشخطۍ او نقاشۍ د آثارو یو نندارتون جوړ شي.
https://iqna.ir/fa/news/4265020